Welcoming Refugees – پښتو/PS

ایالتي او ځایي چارواکي د بایدن له ادارې څخه غواړي چې د کډوالو د بیا میشتیدنې پروګرام په 2023 مالي کال کې په چټکه بیا ورغوي

د هیواد په ګوټ ګوټ کې ایالتونه او ټولنې په بې ساري توګه د کډوالو او همداراز د متحده ایالاتو د کډوالو د منلو پروګرام څخه خپل ملاتړ څرګندوي. د متحده ایالاتو د کډوالو د منلو پروګرام یو خپلواک پروګرام دی چې د 1980 کال څخه را په دې خوا یې کډوالو لپاره د خوندیتوب او د نوي ژوند د پیلولو اسانتیاوې برابرې کړي دي. 

 

د تیر یو کال راهیسې، امریکاییانو د هیواد په ګوټ ګوټ کې خوندیتوب ته اړ کډوالو ته چې پکې افغانان او اوکراینیان شامل دي او په خپلو اصلي هیوادونو کې له خطر، ځورونې او جنګ څخه تښتیدلي دي، په پرانیستې غیږه هرکلی ویلی دی. مذهبي ټولنې، د جګړې د وخت سرتیري، ښوونځي، د سوداګریزو چارو مشران، او د هیواد عادي خلک په یو واحد هدف سره یوځای شوي دي ترڅو خپلو نویو ګاونډیانو ته په یوه سوله ییزه او ارامه فضا کې د ژوند فرصت برابر کړي او له دې لارې یو بل سره لازیات معرفت ترلاسه کړي. 

  

په ټوله نړۍ کې له کانګو ډیموکراټیک جمهوریت څخه نیولې تر میانمار، سوریې، وینیزویلا او هاخوا نورو هیوادونو څخه 100 میلیونه کسان په جبري توګه له خپلو اصلي ځایونو څخه بیځایه شوي دي چې دا یو نوی ریکارډ بلل کیږي. د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ (UNHCR) د اټکل له مخې، له دې جملې څخه 1.47 میلیونه کسان په روان کال کې، د بیا میشتیدنې بیړنیو مرستو ته اړتیا لري. 

 

 له بده مرغه، متحده ایالاتو په 2021 کال کې د کډوالو د پروګرام په تاریخ کې، ترټولو لږشمیر کسانو لپاره د بیامیشتیدنې مرستې برابرې کړې دي. په داسې حال کې چې د بایدن ادارې په 2022 کال کې د 125,000 کسانو د بیامیشتیدنې لپاره د ستاینې وړ هدف ټاکلی دی، خو متحده ایالات له دې جملې څخه یوازې یوې برخې کسانو لپاره د بیامشتیدنې د مرستو د برابرولو په حال کې دی. موږ باید په راتلونکي کال کې لا ښه اقدامات ترسره کړو. 

 

کډوال د امریکې د ټولنیز، فرهنګي او اقتصادي بنسټ یوه مهمه برخه بلل کیږي. هغوی زموږ اقتصاد پیاوړی کوي، زموږ ښارونو ته نوښتونه راوړي او په عامه ژوند او فرهنګي تاسیساتو کې د خپل ګډون له لارې زموږ ټولنې غښتلې کوي. موږ غواړو دې مرستو ته د ولسمشر پام راواړوو، او له هغې څخه وغواړو چې اوس او په راتلونکي کال کې د کډوالو د بیامیشتیدنې لپاره خپلې ژمنې عملي کړي او ډاډ ترلاسه کړي چې د بیامیشتیدنې پروګرام لپاره کافي اندازه سرچینې برابرې شي او دا پروګرام د بیړنیو بشري اړتیاو د پوره کولو توان ولري.  

 

په داسې حال کې چې موږ په راتلونکي کال کې د کډوالو د شمیر او هغوی ته د بیامیشتیدنې د مرستو په اړه د ولسمشر پریکړې ته په تمه یو، په دې خپلواک او بیطرف لیک کې بیا ټینګار شوی دی چې کډوال زموږ په ټولنو کې حیاتي رول لوبوي او د هغوی د هرکلي لپاره، یو غښتلي او په ښه توګه تمویل شوي سیسټم ته اړتیا ده. 

 

***

ولسمشر ته د لیک متن لاندې وړاندې شوی دی. که چیرې تاسو غواړئ له دې کمپاین څخه ملاتړ وکړئ، تاسو کولای شۍ چې ددې لینک له لارې، د خپلو ایالتونو او ټولنو له چارواکو سره اړیکه ونیسئ. 

 

ستاسو د ښاري شورا ټولو غړو، حتی هغو غړو لپاره به چې ستاسو استازیتوب نه کوي، یو اتومات بریښنالیک جوړ شي. که چیرې تاسو نه غواړۍ چې ټاکل شویو مشرانو سره اړیکه ونیسئ، مهرباني وکړئ لست بیا وګورئ او د هغوی د نوم له مخې د صحیح علامه لیرې کړئ. 

 

***

———— د لیک متن ————

 

ولسمشرجوزیف آر. بایدن جونیور

سپینه ماڼۍ

1600 Pennsylvania Avenue NW

Washington, D.C. 20500

 

 

جلالتمآب ولسمشر،

موږ د ټولنو د مشرانو او د ایالتونو او ځایي منتخبو مقاماتو په توګه، نن دغه لیک چمتو کړی دی ترڅو په متحده ایالاتو کې د کډوالو د حفاظت او بیامیشتیدنې لپاره خپل کلک ملاتړ څرګند کړو. موږ ستاسو له ادارې څخه غواړو ترڅو په 2023 مالي کال کې د کډوالو د بیامیشتیدنې لپاره خپلې ژمنې عملي کړي او په هیواد کې د کډوالو د بیامیشتیدنې بنسټ یا زیربنا ته لومړیتوب ورکړي ترڅو ددې هدف د پوره کولو په باب ډاډ ترلاسه شي. 

 

د کډوالو بیامیشتیدنه نه یوازې د کډوالو د ژغورنې یوه لاره ده، بلکې زموږ ټولنې هم پیاوړې کوي – اقتصاد او مدني تاسیسات غښتلي کوي. په داسې حال کې چې موږ ددې ژغورونکي پروګرام د ملاتړ لپاره سره یوځای کیږو، موږ له تاسو څخه غواړو چې د ټول هیواد د منتخبو مشرانو غږ او غوښتنه په پام کې ونیسئ. لکه څرنګه چې له خطر سره مخ افغانانو د ایستلو او د اوکراین د جګړې په وړاندې غبرګون په اړه زموږ تجربې راڅرګندې شوې دي، د کډوالو د بیړني حالت په وړاندې د اغیزمن او انساني غبرګون، او همدارنګه د نړۍ په کچه اوږمهالو جګړو کې بند شویو کسانو د حفاظت په برخه کې د متحده ایالاتو د مشرۍ د دوام لپاره، د کډوالو د بیامیشتیدنې د پروګرام ساتنه او پرې پانګونه مهم او بنسټیز رول لوبوي. 

 

نړیواله ټولنه د اجباري کډوالۍ له تاریخي بحران سره مخامخ ده چې یو مسلکي مدیریت، نویو حل لارو او ددې بحران په حل کې د ټولو هیوادونو ونډې ته اړتیا لري. د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ په دې وروستیو کې رپوټ ورکړی دی چې 100 میلیون تنه په بې ساري توګه په ټوله نړۍ کې له خپلو ځایونو څخه جبري بېځایه شوي دي، چې له دې جملې څخه 42 سلنه ماشومان دي. د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ د اټکل له مخې، ددې کسانو په منځ کې 1.47 میلیونه کسان په روان کال کې د بیامیشتیدنې مرستو ته اړتیا لري. خو له یوې سلنې څخه لږ کسان دا چانس په اختیار کې لري. 

 

په داسې حال کې چې د نړۍ په کچه د کډوالۍ یو بې ساری بحران راڅرګند شوی دی، موږ دا فرصت لرو چې په خپلو ټولنو کې د ګډوالو د هرکلي له لارې، د متحده ایالاتو مشرتابه، نړۍ او دې ملت ته خپلې ژمنې تایید کړو. موږ د منتخبو مشرانو په توګه، تل له خپلو رای ورکوونکو څخه اورو چې هغوی د کډوالو له بیامیشتیدنې هرکلی کوي. په هوایي ډګرونو کې د کډوالو له کورنیو څخه له هرکلي نیولې د انګلیسي ژبې د زده کړې د ټولګیو او د ټرانسپورټي بسونو د کارولو تر لارښوونې پورې دا ټول ښیي چې زموږ ټولنې د کډوالو هرکلي ته چمتو دي. هغوی پوهیږي چې کډوال د خپل ځان د ساتلو لپاره تیښتې ته اړ شوي دي او اوس د یو امن او خوندي ځای په لټه کې دي چې یوځل بیا ورته د خپل کور په سترګه وګوري.

  

په 2021 مالي کال کې، متحده ایالاتو 11,411 کډوالو لپاره د بیامیشتیدنې زمینه برابره کړه چې د بیامیشتیدنې په سوابقو کې ترټولو ټیټ ارقام بلل کیږي. موږ په 2022 کال کې ستاسو د 125,000 کډوالو د منلو د هدف هرکلی وکړ، خو په ډیره نا امیدۍ سره ددې ارقامو له جملې څخه یوازې 15 سلنې ته د مرستو په برابرولو بوخت یو. بیامیشتیدنه د کډوالو د خوندیتوب لپاره یوه مهمه او دایمي لاره ده. په دې وروستیو کې د کډوالو د بیامیشتیدنې لپاره د متحده ایالاتو لنډ مهال یا موقت اقدام، لکه څرنګه چې موږ د افغانانو د ایستلو یا تخلیې په پروسه کې شاهد وو، له بودجې پرته پروسې مستقیمه نتیجه ده چې په بیړني حالت کې د بحران د حل توان نلري. 

 

موږ دا وړتیا لرو او باید له دې څخه ډیر کارونه ترسره کړو. زموږ ټولنې د اړو کډوالو هرکلي ته چمتو دي. موږ ستاسو له ادارې څخه غواړو ترڅو د بیامیشتیدنې د پروګرام د بیارغولو پانګونه او لازمې سرچینې دوه برابره کړي ترڅو موږ وکولی شو په راتلونکي مالي کال کې د ډیرو کډوالو هرکلی وکړو. 

 

کډوال زموږ ټولنو ته ډیر ارزښتونه وربښي. هغوی زموږ اقتصاد پیاوړی کوي، زموږ ښارونو ته نووښتونه راوړي او زموږ عامه او فرهنګي تاسیسات لا غني کوي. کډوال زده کوونکي، د سوداګریزو شرکتونو مالکان، ژمن کارکوونکي، مشتریان، منتخب چارواکي او د ټولنو مشران دي. هغوی له هر لید څخه، د امریکایي توب یا د یو امریکایي تبعه معنی تضمینوي. 

 

موږ د کډوالو او د هغوی د کورنیو له وجې ښه او غښتلي یو. موږ د ایالتونو او ځایي چارواکو په توګه له تاسو څخه غواړو چې د بیامیشتیدنې د پروګرام د بیارغونې لپاره د کافي سرچینو په برابرولو سره د 2023 کال د بیامیشتیدنې د هدف د پوره کولو له لارې، د کډوالو د منلو په چارو کې د یو مخکښ هیواد په توګه زموږ د هیواد حیثیت او موقف بیرته خپل پخواني حالت ته راوګرځوئ. 

 

موږ هیله من یو چې د پریکړې کولو پرمهال به د کډوالو د منلو او هرکلي په باب، زموږ غوښتنه او هیله په پام کې ونیسئ. 

 

په درناوي،